د هلمند دکرنې رياست: جنوب غرب زون کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د کروندو څارنه روانه ده

user-admin
Sat, Apr 01 2023 3:28 PM
د هلمند دکرنې رياست: جنوب غرب زون کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د کروندو څارنه روانه ده


۱۲ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اصلاح شويو تخمونو تصدیقولو آمریت لخوا، ددې آمریت مسؤل زاهد مولوي صاحب په مشری په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د بېلابیلو کرنیزو تصدیو لخوا د غنمو د اصلاح شويو تخمونو له کروندو څخه د څارنې او ارزونې چارې روانه ده.
داچې د هلمند ولایت د کرنې ریاست لخوا د هلمند ولایت په ګډون کندهار او اروزګان ولایتونو ته هم د غنمو مورني او بنیادي تخمونه د تکثیر په موخه ورکول شوي دي، ددې ریاست اړوند د اصلاح شويو تخمونو تصدیقولو امریت کارمندانو د یادو ولایتونو له ګڼو کروندو څخه هم څارنې او ارزونې ترسره کړي دي.
د یادو ارزونو په لړ کې د اصلاح شوو تخمونو تصدیو مسؤلینو او بزګرو ته د لوړ کیفیت لرونکي تخم تولید په موخه لازمې سپارښتنې کېږي تر څو بزګرو ته باکیفیته تخمونه تولید او په واک کې ورکړل شي.
د ارزونې دا پروسه په بېلابېلو پړاوونو کې ترسره کېږي چې د کرنې، ګل یا وږي نیونې او رفع حاصل پړاوونه پکې شامل دي.
د یادولو وړ ده چې سږکال په هلمند، کندهار او اروزګان ولایتونو کې ١١٨٧٤٢ کېلو ګرامونه د غنمو مورني او بنیادي تخمونه په ٤٧٢٧ جریبه ځمکو کې کرل شوي دي، چې ٣٩٧٤ متریک ټنه حاصلات به ورڅخه په لاس راشي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، تر څو د غنمو ترڅنګ د بېلابېلو غلو دانو او نیالګیو د اصلاح او روزنې په برخه کې خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړي، ترڅو د بزګرو په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځ ته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS