دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

user-admin
Wed, Mar 29 2023 6:09 PM
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه


۹ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد په مشرۍ دکرنې وزارت د رییسانو او چارواکو په شتون کې اداري غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه دکرنې وزارت، بادام باغ، څېړنیزو او مالدارۍ فارمونو د امنیت ټینګښت په موخه خبرې اترې وکړې.
سربېره پر دې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د یوشمېر رییسانو ستونزې واورېدل او د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
 په دې غونډه کې دکرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوی طلحه د مرکز او ولایتونو د څېړنیزو فارمونو د خوندیتوب او بیارغونې، د بادام باغ د واکسینو تولید لابراټوار کې د فني ستونزو، د واکسینو د اومه موادو، او ټسټونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د ستونزو د حل غوښتونکی شول.
د بوټوساتنې او قرنطین رییس حبیب الرحمن شېرزاد غوربندي په مزار شریف کې د انقضا شوې درملو، د کیمیاوي سرو وارداتو، د کارکوونکو حق الخطر او په شپږو زونونو کې د کرنیزو کلکسینونو خوندیتوب ته په اشارې سره وویل، چې یادې چارې ضروري دي.
دغه راز د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوی عدالاحد په باراني موسم کې د آبریزو کنټرول، چکډمونو، د اوبو مدیریت او د ځمکو لاندې اوبو مدیریت مهم وبلل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه په مرکز او دویم واحدونو کې ددې وزارت د ستونزو هوارولو په پار هره اوونۍ اداري غونډه دائروي.


جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
۹  حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی صدرعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی با اشتراک رییسان و مسوولان ادارات برگزار شد.
در این جلسه پیرامون موضوعات مختلف به ویژه تامین امنیت وزارت زراعت، بادام باغ، فارم های تحقیقاتی و مالداری بحث و تبادل نظر صورت گرفته است.
برعلاوه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری مشکلات شماری از رییسان را استماع و به پاسخ آن پرداخت، در این  جلسه مولوی طلحه رییس عمومی تحقیقات وزارت زراعت راجع به حفاظت و احیای فارم‌های تحقیقاتی مرکز و ولایات، مشکلات فنی در لابرتوار تولید واکسین بادام باغ، مواد خام تولید واکسین، تست‌ها معلومات داده و خواستار حل مشکلات شد.
حبیب الرحمن شیرزاد غوربندی رییس حفاظه نباتات و قرنطین به دوای انقضا شده در مزار شریف، واردات کودکیمیاوی، حق الخطر کارمندان، حفاظت از کلکسیون زراعتی در شش زون اشاره نموده و آن را ضروری خواند.
هم‌چنان مولوی عبدالاحد رییس عمومی منابع طبیعی کنترول آبریزه‌ها در موسم بارانی، چکدم‌ها، مدیریت آب، و مدیریت آب زیر زمینی مهم پنداشته است.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری جلسه هفته‌وار اداری را به‌منظور حل مشکلات در مرکز و واحد دومی این وزارت برگزار می‌نماید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS