غزني کې د مېوو ۳۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sat, Mar 18 2023 11:53 AM
غزني کې د مېوو ۳۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي

۲۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په غزني کې د سولې بنسټ«ROP» له خوا د مېوو ۳۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي.
د سولې بنسټ«ROP» مؤسسې مشر انجینرصبغت الله  وایی چې یاده موسسه غواړي د غزني ښار په ګډون په مقر، قرباغ، اندړ او ده یک ولسوالیو کې په ۳۰۰ جریب ځمکه کې ۳۰۰ مثمثر باغونه جوړ کړي.
ښاغلی انجنیرصبغت الله زیاتوي چې یاد باغونه به په دغو ولسوالیو کې مستحق بزګرانو ته جوړ شي او د جوړ شویو باغونو په ساتنه او پالنه به یاد بزګران مکلف وي.
ورته مهال بیا د غزني د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالمنان اکرام د سولې بنسټ«ROP»مؤسسې له دغه کړني ستاینه کوي او له نورو موسساتو څخه غواړي چې د غزني په کرني او زرغونتیا کې له دوی سره مرسته وکړي.
غزني د مېوو بڼونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د مېوو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS