لغمان کې د شولو د ۸۰ ننداریزو قطعو پر بزګرانو توره او سپینه سره ووېشل شوه

content_admin
Sun, Aug 04 2019 1:53 PM
لغمان کې د شولو د ۸۰ ننداریزو قطعو پر بزګرانو توره او سپینه سره ووېشل شوه


۱۳ زمری ۱۳۹۸

د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا د یاد ولایت په مرکز مهترلام او ددې ولایت په الینګار، علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د شولو ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، چې ددغو ننداریزو قطعو د ښې ودې په پار د شولو د ۸۰ ننداریزو قطعو پر بزګرانو توره او سپینه سره وېشل شوې ده.
د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددغو ننداریزو قطعو پر بزګرانو ۱۰۴۰ کیلو ګرامه توره سره، ۱۶۸۰ کیلوګرامه سپینه سره، رسۍ، متر، مالګه، د کارخولۍ او د هرزه ګیاوو د مخنیوی په بار پوش ویډر وېشل شوي دي.
ښاغلی خوشحال وایي چې، یادې ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار په ډول دشولو کرلو نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړې شوي، چې په هره ننداریزه قطعه کې بزګرانو ته د شولو کرکېلي او تولید په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول کیږي. د خوشحال په خبره، چې په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له
۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.
باید وویل شي، چې تېرکال په لغمان کې د شولو
۷۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي وې، سږ کال هم ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، چې د یادو ننداریزو قطعو له لارې کابو ۸۸۰ نور بزګرانو ته هم په عصري بڼه د شولو د کرکېلي د روزنې زمینه برابره شوې ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS