پکتیا کې د یو واټرشیډ د جوړولو چارې پیل شوې

user-admin
Fri, Mar 10 2023 8:52 AM
پکتیا کې د یو واټرشیډ د جوړولو چارې پیل شوې


۱۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د همکارۍ برنامې اړیکو دفتر له لورې ددې ولایت په ګرده څیړی ولسوالۍ کې د بوتکۍ ټڼډۍ واټر شیډ بیا رغولو چارې پیل شوې.
د بوتکۍ ټڼډۍ واټرشیډ په بیا رغولو سره به د۳۱۰۰ کاری ورځې ایجاد شي چې ددې کلي  کارګرانو ته به د کار زمینه  برابره شي او هم به د سېلاب د تخریباتو څخه مخنیوی وشې، د خلکو د پوهاوی لپاره به د یو مرکز په توګه و کارول شۍ تر څو د طبیعي پېښو او طبیعي سرچینو په مدیریت کې به په راتلونکي کې یو مثبت بدلون رامنځته کړي.
په دی واټرشیډ کی به ترینچونه،چک ډ یمونه  د خاورې پولې، او ځینې نور تخنیکونه  جوړشي اوهم به پکې  ۳۰۰ دچهارمغزو نیالګي،۳۷۰۰ دبادامو نیالګي، ۲۶۰ کیلو د رشقې تخم، به  په فني ډول سره وکرل شي.
د پروژی د پایداری لپاره د طبیعي سرچینو د مدیریت ۱۱ کسیزې کمیټې  جوړول چې د پروژې په تطبیق کې به داړیکو دفتر سره  به همکار وی او د ټولینې په سطحه به د شخړو په هواری کې مرسته ي.
له یادې پروژې څخه به ۶۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي، همدارنګه نوموړې پروژه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ولسوالۍ اړونده کلیو د پرمختیایي شورا او طبیعي سرچینو د مدیریت ټولنې سره په پوره همغږۍ تطبیق شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS