د مرکزي سیلو د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه

user-admin
Thu, Mar 09 2023 7:23 PM
د مرکزي سیلو د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه


۱۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د غنمو ساتنې د بیې ټاکلو او راتلونکو کلونو لپاره د نوی قرارداد د مسودې تعیین په پار د مرکزي سیلو د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د مرکزي سیلو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې په سمه توګه دې د مرکزي سیلو څارنه او ساتنه وکړي، او د غنمو ساتنې په پار دې په کې بشپړ چمتووالی ولري او دغه راز هغه غنم او نور حبوبات چې په سیلو کې زېرمه شوي دي، په دوامداره توګه ترې څارنه او ساتنه وکړي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال دغه راز د مرکزي سیلو چاراکو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د سیلو له شته امکاناتو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي ترڅو عواید یې لوړ او د یاد سیلو اړتیاوې له همدې خپل سیلو نه تر لاسه شي.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي ترڅنګ د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري، دکرنې وزارت د اسټراټژیکو زېرمو رییس انجنیر عمر، د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو رییس او د مرکزي سیلو رییس شتون درلود.
د سیلو مدیره پلاوي کې، دکرنې، مالیې او اقتصاد وزارتونو او مرکزي سیلو ادارې باصلاحیته استازي شامل دي.


جلسه هیئت مدیره سیلوی مرکزی برگزار شد
۱۸ حوت ۱۴۰۱ ه‍.ش
جلسه هیئت مدیره سیلوی مرکزی به منظور تعیین قیمت برای نگهداشتن گندم و تعیین مسوده جدید قرار داد برای سال‌های بعدی برگزار شد.
در این جلسه مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به مسوولان سیلوی مرکزی هدایت داد تا سیلوی مرکز را درست حفظ و مراقبت کنند و آمادگی کامل برای نگهداری گندم در آن داشته باشند و همچنان آن مقدار از گندم و سایر حبوباتی که در سیلو ذخیره شده است به شکل متواتر از آنها مراقبت کنند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت همچنان به مسوولان سیلوی مرکزی هدایت داد تا از امکانات موجود سیلو استفاده بهتر نمایند تا عواید آن بلند رفته و نیازهای آن از خودش بر آورده شود.
این جلسه با اشتراک مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، عبدالطیف نظری معین وزارت اقتصاد، انجینر عمر رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت، رییس شرکت های دولتی وزارت مالیه و رییس سیلوی مرکزی حضور داشتند.
هیت مدیره سیلو متشکل نماینده‌گان با صلاحیت از وزارت‌های زراعت، مالیه، اقتصاد و اداره سیلوی مرکزی می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS