ننګرهار کې د څارویو د خوندیتوب په پار هڅې: په ۲۱ ولسوالیو کې د څارویو د لېونتوب مخنیوی په موخه د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, Mar 08 2023 10:12 AM
ننګرهار کې د څارویو د خوندیتوب په پار هڅې: په ۲۱ ولسوالیو کې د څارویو د لېونتوب مخنیوی په موخه د واکسینو کمپاین پیل شو

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «IFAD» دفتر په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې (DCA)  په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت 21 ولسواليو کې د څارويو د روغتيا، د مالدارۍ د مديريت او د حیواني محصولاتو بازار موندنې په موخه پروژې پلي کوي. 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر ډاکټر محمدضمیر بهسودي وویل، چې په دغو پروژو کې د ننګرهار په ۲۱ ولسوالیو کې د څارویو د لېونتوب مخنیوی په موخه د واکسینو کمپاین شامل دی، چې دا لړۍ د بهسودو ولسوالی د بینګاه کلی څخه پیل شو.
د ښاغلي بهسودي په خبره د سیمه ییزو وټرنرانو له خوا د دوو کمپاینونو په ترڅ کې به پر څارویو ۲۷۶ زره او ۷۰۰ ډوزه واکسینونه او ۳۷۰ زره ډوزه د چنجیو ضد درمل پلي شي. 
ددې کمپاین موخه د مالدارانو د څارویو خوندیتوب، د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او په ټوله کې د مالدارانو اقتصادي وړتیاوې لوړول دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS