د هلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي

mail-admin
Sun, Feb 26 2023 2:27 PM
د هلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي

۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د بولان څېړنیز فارم کې د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق باندې تحقیق او څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې چې ملي او بین المللي تجربې پکې شاملې دي، د غنمو داصلاح،  اګرانومي او نباتي ناروغیو ٩ سیټونه شامل دي، چې د پلان له مخې به هستوي او مورني تخمونه ورڅخه په لاس راوړل شي.
په یادو څېړنو کې د غنمو نبات باندې دنباتاتو داصلاح به برخه کې ٣ بین المللي تجربې چې ۱۴۰ لینونه کې کرل شوي او پنځه سیټه ملي تجربې چې ۵۰ لینونه او د اګرانومۍ تجربه چې داوبو تاثیر دغنمو په حاصلاتو باندې ارزول کېږي شاملې دي.
همدارنګه یو سیت دناروغیو دمطالعې تجربه چې د غنمو دناروغیو په مقابل کی دښه مقاومت په موخه تر څېړنې لاندې دي په ۵۰ لینونو کې  کرل شوي دي، چې تر څېړنو او تحقیق وروسته به ښه لینونه په ورایټیو بدلې او معرفي شي.
 ددې تر څنګ لوړ حاصل او مقاویمي دغنمو ۹ ورایتۍ دمورني تخمونو تولید  په منظور په شل جریبه ځمکه کې په فني ډول کرل شوي او روزنې لاندې دي.
د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو دکرنې او روزنې ټول مراحل د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره کېږي.
د هلمند د کرنې اداره پلان لري، چې هلمند کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS