ننګرهار ته دکرنې وزير سفر

user-admin
Sat, Feb 25 2023 12:29 PM
ننګرهار ته دکرنې وزير سفر

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري او ورسره مل پلاوی د نويو کرنيزو پروژو د پرانيستلو په پار ننګرهار ولايت ته سفر کړی دی.
د کرنې وزير مولوی عطاءالله عمري ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې دوه کرنيزې پروژې، چې په کې د پانګوالو له خوا په ۱۷۰ جريبه ځمکه کې د سټروسو بڼونه جوړول او د چرګانو روزنې يو فارم شامل دي پرانيستل.
 دکرنې وزير مولوی عطاءالله عمري ننګرهار ولايت ته د خپل سفر موخه د سټروسو بڼونو جوړول وبلل او زياته يې کړه: «نن دوه بڼونه افتتاح کوو چې، ځمکه يې د کرنې وزارت له خوا اماده شوې او د خصوصي سکټور له خوا پرې بڼونه جوړېږي، چې يوه قطعه يې ۶۶جريبه او بل يې ۱۷۰ جريبه ځمکه ده او پرې د سټروسو بڼونه جوړېږي. د امارت تر بيا واکمنېدو وروسته د ننګرهار کانال رياست په سيمه کې په ټوليزه توګه د سټروسو او زيتونو ۲۵ زره جريبه بڼونه احداث شوي دي، چې بې مخينه ده او په وروستيو ۴۵ کالو کې په دې کچه بڼونه نه دي جوړ شوي».
دسټروسو ددغو بڼونو د افتتاح په غونډه کې ښاغلی عمري د نيالګيو کېنول د انسانانو د نيکبختۍ لامل وبلل او زياته يې کړه:"کوم نيالګي چې تاسو يې کېنوئ د هغه له سيورې ګټه پورته کېږي، له مېوې يې خلک استفاده کوي او ترڅنګ يې هوا پاکوي او انسانان له پاکې هوا څخه ګټه پورته کوي ټول يې زموږ ملت ته يوه تازه ساه ده او تر ټولو غوره دا چې ثواب يې هغه کس ته رسېږي، چې نيالګۍ يې کېنولی دی».
په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزارت د ټرانسپورټ رييس مولوی نقیب الله ځلاند، د رياست الوزراء د دفتر مرستيال احمد الله متقي، د رياست الوزارء مطبوعاتي مسوول ملا محمد نسیم هلال، د رياست الوزراء د دفتر رياست د معينيت سکرتر مولوی عزت الله عابد، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس مولوی مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت سلاکارانو میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولي وزیري او عزیزالرحمن رحماني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري ملتيا کوله.

سفر وزیر زراعت به ولایت ننگرهار
۴ دلو ۱۴۰۱ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و هیئت همراه شان غرض افتتاح پروژه‌های جدید زراعتی و مالداری به  ولایت ننگرهار سفر کرند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در ولایت ننگرهار دو پروژه زراعتی را که شامل احداث باغ‌های ستروس توسط سرمایه‌گذاران در ۱۷۰ جریب زمین می‌شود  و یک فارم مرغداری را افتتاح کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت هدف سفرش به ولایت ننگرهار را احداث باغ‌های ستروس عنوان کرده و افزود « امروز دو قطعه باغ را افتتاح می‌نماییم که زمین آن را وزارت زراعت فراهم کرده و از جانب سکتور خصوصی بالای آن باغ جور می‌شود و یک قطعه آن ۶۶ جریب و دیگر آن ۱۷۰ جریب را باغ‌های ستروس می‌سازند و در مجموع پس از حاکمیت امارت در ساحه کانال ننگرهار ۲۵ هزار جریب باغ های ستروس و زیتون احداث شده است که بی پیشنه می‌باشد و اینقدر باغ در ۴۵ سال اخیر ساخته نشده است».
آقای عمری در جریان افتتاح باغ‌های ستروس غرص یک نهال را نشانه خوشبختی انسان‌ها دانسته افزود « نهالی را که شما غرص کردید از ساحه آن استفاده می شود، از میوه آن استفاده می شود و یا هوای تازه آن استفاده می شود همه آن یک نفس تازه برای ملت ما است و از همه فراتر ثواب آن برای غرص کننده آن می‌باشد».
در این سفر مولوی نقیب الله ځلاند رییس ترانسپورت وزارت امور خارجه، احمد الله متقی معاون ریاست دفتر ریاست الوزرا، ملا محمد نسیم هلال مسول مطبوعاتی ریاست الوزرا، مولوی عزت الله عابد سکرتر معینیت ریاست دفتر رییس الوزرا، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولی وزیری، عزیزالرحمن رحمانی مشاورین وزارت زراعت، وزیر زراعت را همراهی می کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS