دکندهار دکرنې رییس د یونما د سیاسي چارو مسوول سره وکتل

mail-admin
Wed, Feb 22 2023 9:23 AM
دکندهار دکرنې رییس د یونما د سیاسي چارو مسوول سره وکتل

دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم د «UNAMA» سیاسي چارو مسوول انډري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل .
په دې کتنه کې دواړو خواوو پر هر اړخیزو مسایلو خبرې وکړې د کندهار دکرنې رییس محمود مظلوم وویل: «د ملګري ملتونو او یونما ادارې له مرستو او همکاریو مننه کوو، هیله ده، چې دا همکارۍ دوام پیدا کړي.» ښآغلي مظلوم د کندهار دکرنې ریاست د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت د ځانګړې هدایت پر اساس په دوو ولسوالیو کې درې د اوبو چکډمونه جوړ کړي دي، چې یوه یې د سپین بولدک او دوه نور یې د شاولیکوټ په ولسوالی کې دي.
مولوی محمود مظلوم وویل:«افغانستان یوکرنیز هېواد دی او تر پخوا اوس دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار او پانګونې زمینه برابره شوې ده، موږ هلې ځلې کوو، چې د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړو.»
وروسه د یونما د سیاسي چارو مسوول انډري خبرې وکړې هغه په خپلو خبرو کې د کندهار دکرنې رییس څخه مننه وکړه، چې په تش لاس او لږو امکاناتو ولسونو ته ډېرې چوپړتیاوې وړاندې کړي دي او اوس هم جریان لري.
په دې کتنه کې د یونما د سیاسي چارو مسوول د کندهار دکرنې ریاست سره په هره برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS