د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ۱۹ غونډه

user-admin
Mon, Feb 20 2023 5:35 PM
د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ۱۹ غونډه


۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند ۱۹ غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د تخنیکي ټیم رییس، او ددې ټیم یوولس کسیزه غړي ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیکا کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
په دې غونډه کې د غونډې ګډونوالو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور د تخنیکي پلاوي مشر ته وړاندې کړل او ترڅنګ یې  دډیلی ولسوالی دلوړګي دسیمې په ځمکه بحث وشواوپریکړه وشوه چې مسلکي ټیم باید سرله سبا ورشي اود نوموړی ځمکې کروکي مساحت،نوعیت،کیفیت دی معلوم کړي.
 په پای کې دیحی خیل ولسوالی دزاڼکوقوم مشرانوسره دیادتخنیکۍ ټیم غړووکتل یادو مشرانوددښت الله اکبردځمکې په اړه معلومات ورکړل اودوی وویل، چې موږداسلامي امارت ټولواصولوته ژمن یودغه ځمکه موږته له نیکونوراپاتې ده.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS