هلمند کې پر لسګونو بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

user-admin
Sat, Feb 18 2023 5:56 PM
هلمند کې پر لسګونو بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول


۲۹ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا د ډاکار(DACAAR) مؤسسې په مالي همکارۍ ددې ولایت د ناوې او مارجې ولسوالیو ١٠٠تنو بزګرو ته د سبو پسرلني اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي. 
د یادو مرستو په لړ کې هر بزګر ته یو کیلو ګرام د بینډیو، ٧٠ګرامه د تورو بانجانو او ١٠٠  ګرامه د رومیانو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي، چې بزګر به یې د پسرلني کرکیلې په موخه په خپلو ځمکو کې وکري.
د یادو تخمونو د  وېش پر مهال د نوموړو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیرانو بزګرو ته سپارښتنې وکړې چې د ترلاسه شویو اصلاح شوو تخمونو په ښې روزنې او پالنې کې د کرنې ادارې اړوند فني او مسلکي کارمندانو لارښؤنې په پام کې ونیسي تر څو د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې یادو بزګرو ته د نوموړو تخمونو د کرکیلې په اړه عملي او نظري پوهاوی هم ورکول شوي دي .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS