د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم شلمه غونډه

mail-admin
Tue, Feb 07 2023 12:25 PM
د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم شلمه غونډه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند شلمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه په کې د زابل دکرنې ريیس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رييس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې ريیس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو ريیس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو ريیس مولوي محمد اسلام واسع، د څارنوالۍ رئیس مولوي عبدالقادر طه، د ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن او د امارت د قضایاوو آمر مولوي محمدي محمدي د غړیو  په توګه ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د ټرانسپورټ آمریت د ځمکو لپاره پلاوی وټاکل شوه او ترڅنګ یې د خاک افغان ولسوالی د یو بازار موضوع لپاره پلاوی د تګ په اړه پرېکړه وشوه او ترڅنګ یې د قلات ښاروالی د هغو ځمکو په هکله چې یوشمېر کسانو پرې دوعوه لري هم خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS