کابل کې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېټې عملي چارې 

mail-admin
Tue, Feb 07 2023 11:18 AM
کابل کې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېټې عملي چارې 

۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د کابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او راګرځولو تخنیکي پلاوی د حافظ الحاج عبیدالله حقاني په مشرۍ، د کابل بېلا بېلو سیمو کې د امارتي ځمکو د تشخیص او بېرته راګرځو لو په موخه عملي چارې کړندي کړي دي.
ددغو هلوځلو په دوام د کابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او راګرځولو تخنیکي پلاوی د حافظ الحاج عبیدالله حقاني په مشرۍ د چهار آسیاب ولسوالی اړوند د امارتي ځمکو د تفکیک چارې ترسره کړې. 
یاد پلاوی دچهاراسياب په ولسوالى کى دنامونياز کلى کې ملا عيد اکبر چې ۸۷ کدستري قطعې مربوط  ١٤٥/٧٨ جريبه ځمکه يې دخپلې  شخصي ځمکې سره ګډه کړې وه تخنيکي پلاوی غړو لخوا ترينه تفکيک شوه اوامارتي وګرځول شوه.
دغه راز ددې ولسوالی د چهل دختران په سیمه کې ۱۸۳ کادستري قطعې اړوند ١٧٩/٧٩ جريبه ځمکه دشخصي ځمکو څخه تفکيک او امارتي اعلان شو.
یاد پلاوي ددې سیمې اوسیدونکو ته وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په لر اوبرکې د غصب شویو ځمکو او ملکتیونو د هغوی حقدارانو ته، بیرته ګرځولو ته ژمن دی، په دې برخه کې ستاسو څخه هیله کوو، چې زموږ له تخنیکي ټیم سره د غصب شویو سیمو په راپیژندلو کې مرسته وکړئ.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS