دکرنې وزارت مالي او دارې مرستیال د ننګرهار کانال تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Thu, Feb 02 2023 12:01 PM
دکرنې وزارت مالي او دارې مرستیال د ننګرهار کانال تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د یو پلاوي په مشرۍ، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار کانال ریاست بېلابېلې سیمې له نږدې وکتل او اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلی فضلي د ننګرهار کانال ریاست اړوند ورکشاپ، ماشينرۍ مديريت، غوچکو بړوق، لمریزې پروژې، زيتونو او نجارۍ فابريکو، مالدارۍ امريت، ترانسپورت مديريت او نورو سیمو څخه دلیدنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او ددې ادارې یوشمېر کارکوونکو د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ملتیا کوله. ښاغلي فضلي په خپلو خبرو کې د ننګرهار کانال د هېواد په کچه د غوره کرنیز سیسټم بېلګه وبلله او ننګرهار کانال د ښه والي او آبادۍ په هکله دکرنې وزارت د رهبرۍ پر هلو ځلو خبرې وکړې هغه وویل، چې د ننګرهار کانال یوکرنیز بنسټ دی، چې افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې کوي، په همدې موخه دکرنې وزارت غواړي، چې د ننګرهار کانال پیاوړي کړي.
دا پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د حکم پر اساس ددې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د ننګرها کانال د قرادادونو ارزونې، د ننګرهار کانال سیمې د ځمکو تثبیت او ددې کانال د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او دغه راز د نورو ځمکو دغصب مخنیوی، د ننګرهار کانال د پورونو بېرته اخیستنې، چې د مختلفو دلیلونو پر بنسټ تر دې دمه پر پوروړو پاتې دي او د ننګرهار کانال په ساحه کې د نویو عایداتي سرچینو تشخیص په پار ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS