د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم پنځم بلاک کې د مالټې بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sun, Jan 29 2023 3:21 PM
د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم پنځم بلاک کې د مالټې بڼونه جوړېږي

۹ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې دیاد ریاست اړوند دهډې فارم پنځم بلاک شاوخوا کې د مالټو نږدې ۱۱۷ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.
د چارواکو په خبره د هډې فارم پنځم بلاک شاوخوا کې د ۱۱۷ جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې ۱۲ میلیونه افغانۍ ده او لسګونو  کسانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره به په دې سیمه کې شاړې ځمکې ابادې او ورسره به د سیمې زرغونتیا او ښېرازۍ ته هم زمینه برابره او ترڅنګ به یې ددې ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه هم لوړ شي.
ننګرهار د سټروسو مېوو لکه مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې دسټورو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS