لوګر کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مرکز اړوند ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sun, Jan 29 2023 3:12 PM
لوګر کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مرکز اړوند ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه

۹ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند بارگینو او لرګیو پلورنځیو سیمو څخه لیدنه وکړه.
په دغو سیمو کې ۱۵۸ د هستوګنځي نمرې لري، چې له دې ډلې د نږدې ۷۰ جریبه ځمکو چې د ښاروالۍ تر پلان لاندې دی ارزونه وشوه او د وروستۍ پرېکړې لپاره د کمېسیون رهبرۍ ته واستول شول.
دغه راز د لوګر مرکز اړوند میرابدال بابا غره ته څېرمه غیر پلاني سیمو کې  پخپل سر ودان شویو کورونو څخه هم لیدنه وشوه.
ددې سیمې مساحت ۵۰ جریبه ده او نږدې ۲۰۰ کورونو څخه ۱۰۱ کورونو ته یې د استرداد قرارونه صادر شول او پاتې نورو ته به هم دغه قرارونه صادر شي. 
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS