د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی د هوايي ډګر او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Jan 28 2023 10:01 AM
د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی د هوايي ډګر او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی غړو د پکتیا ولایت مرکز اړوند هوايي ډګر او تاسیساتو سیمو څخه لیدنه وکړه.
په ياده لیدنه کی د هوايي ډګر او تاسیساتو اړونده سیمو تصرف کوونکو قومي مشرانو سره غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی رییس لخوا د سلطاني ځمکو د غصب د مخنيوي په اړه د اميرالمؤمنين فرمان او د ياد فرمان د تطبيق لپاره جوړ شوی طرزالعمل تشریح شو.
د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی غړو د هوايي ډګر او تاسیساتو سیمو تصروف کوونکو قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې په ياده سیمه کې د غصب شويو ځمکو د حدودو د تثبيت، د غصب کوونکو د معلومولو او د‌ غصب شويو ځمکو د مخنيوي په برخه کې له ټاکل شوې ټیم سره همکاري وکړي.
د هوايي ډګر او تاسیساتو سیمې تصرف کوونکو وویل، چې موږ په یاده سیمه کې  د ضرورت په اساس استوګنه کوو او د دې سیمې په اړه کوم شرعي یا عروفي اسناد په لاس نلرو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS