د لغمان دکرنې ریاست: د مخابراتي شبکو له چارواکو سره ناسته وشوه

mail-admin
Wed, Jan 25 2023 9:38 AM
د لغمان دکرنې ریاست: د مخابراتي شبکو له چارواکو سره ناسته وشوه

د لغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن تر مشرۍرلاندې د لغمان د مخابراتو ریاست کې د لغمان مخابراتي شبکو، اترا ادارې  او لغمان مستوفیت له چارواکو سره غونډه دائره شوه.
د چارواکو په خبره؛ لغمان ولایت کې د یو شمېر مخابراتي شبکو انتنونه په امارتي ځمکو کې ایجاد شوي دي، ځینې ځایونو کې امارتي ځمکې د اشخاصو لخوا غصب او عواید یې د اشخاصو جیبونو ته ځي، په ورته وخت کې یو یوشمېر مخابراتي شبکو خپله میاشتنۍ اجاره هم پر وخت نه وه تحویل کړی، چی په همدې موخه یاده ناسته رابلل شوې وه.
د لغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن وویل: «د مخابراتي شبکو د انتنونو قراردادونه له خپل همکارو ادارو سره په پوره جدیت او دقت سره څېړو، د عوایدو په برخه کې هیڅ نوعه بې غوري د بخښنې وړ نده.»
په همدې حال کې د لغمان مستوفیت او مخابراتو ریاستونو او اترا ادارې چارواکو په خپله برخه کې د ګډ کار او همکاري ډاډ ورکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS