لغمان کې دغصب مخنیوی او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
Mon, Jan 23 2023 11:05 AM
لغمان کې دغصب مخنیوی او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوي غونډه

۳ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان ولایت کې د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او غصب شووځمکو داسترداد تخنیکي پلاوي خپله شپاړسمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې دايره کړه.
د غونډې په پیل کې دتخنیکي پلاوي رییس مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا وکړه او بیا یې دتیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه. په ورته مهال محسن د علینګار ولسوالۍ دپړوايي سیمې د ۴۷۷.۵۳  جریبه ځمکې موضوع دبحث لپاره وړاندې کړه چې دتخنیکي پلاوی غړو له خوا پرې بحث ترسره شوه چې یاده موضوع به دتخنیکي هیئت له دقیقي څیړنې څخه وروسته  نهایي شي.
په ورته وخت کې تخنیکي پلاوی د پړوایي سیمې خلکو سره وکتل، چې دیادې سیمې خلکو په ۴۷۷.۵۳جریبه ځمکې باندې څه موده وړاندې دبدیع الزمان په نوم یوشخص سره لانجه راغلې وه په همدې موخه دتخنیکي پلاوی رییس د پړوایي سیمې دڅوتنو عاریضینو نظریات دځمکې په تړاو واخیستل او دځمکې د قانوني اسنادو غوښتنه ترې وکړه، چې  عریضینو سره دځمکې په اړه کوم قانوني اسناد په لاس کې نه وه.
په دې غونډه کې دغه راز د کارونو د ښه پرمختګ په پار ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS