کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې

mail-admin
Thu, Jan 12 2023 9:43 AM
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ  ژړی ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی ولسوال مولوی اختر محمد عدالت سره دده د کار په دفتر کې وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د ژړی ولسوالی ولسوال مولوی اختر محمد عدالت په دې ولسوالی کې د ځمکې د غصب په موخه یاد پلاوی ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې تخنیکي پلاوی او د ژیړی ولسوالی څخه ټاکل شوی پلاوی د څارنې، تشخیص او تثبیت په پار سیمې ته ولاړل، چې په ترڅ کې یې د ژیړی ولسوالی په شمال کې د کادسټر او املاکو نقشې له مخې ۱۷۵۷۳.۷۳ جریبه ځمکه غصب شوې ځمکه تثبیت شوه.
یاد پلاوي په دې سفر کې د تخته ژړی  ولسوالی له یوشمېر قومي مخورو سره وکتل او د ځمکو تشخيص، تثبیت کولو او د شخړي او لانجي او هوارولو په اړه له دوی سره خبرې اترې وکړې.
په دې اړه غونډه کې، د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون د مشرانو له خوا دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS