د لغمان دکرنې ریاست: ۹۱۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

mail-admin
Sun, Jan 08 2023 2:50 PM
د لغمان دکرنې ریاست: ۹۱۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
په لغمان ولایت کې د امارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله څوارلسمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي په مشرۍ د لغمان دکرنې ریاست کې په داسې حال کې  ترسره کړه، چې په دې غونډه کې دتخنیکي پلاوی دغړو سربېره د استیناف محکمې سرپرست رییس هم گډون کړی ؤ.
په دې غونډه کې، د لغمان د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی رییس مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا وکړه او بیا یې د تیرې غونډې د پریکړو ارزونه وکړه. 
په ورته مهال ښاغلي محسن د زنګوري سیمې د۱۲۳ جریبه امارتي ځمکې د دوسې موضوع ټول جزیات داستیناف محکمې له سرپرست رئیس سره شریک کړل او په دې برخه کې ورڅخه دفیصلې کولو غوښتنه وشوه چې داستیناف رئیس له لوري ورته ډاډ ورکړ شو چې قاضي ته به دفیصلې په کولو کې هدایت کوي. همداراز  ښاغلي محسن  دغاصبینو د نیولو په برخه کې د۷۲ ساعتونو څخه د دزیات وخت دتوقیف دتمدید کولو صلاحیت موضوع له استیناف محکمې رئیس سره شریکه کړه چې په دې برخه کې داستیناف محکمې رئیس له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړشو. بیا داجنډا سره سم د پړوایي خلکو د عریضې په موضوع بحث وشو کوم چې په امارتي ډاګ یې منازعه راغلي ده  په دې اړه بریکړه وشوه چې یکشنبې ورځ به ساحي ته ورځي او ساحه به له نږدي بررسي کوي. دبحث او تصمیم نیونې څخه وروسته تخنیکي هیئت د کرنج سیمې ته لاړ کوم چې دځایي سیمو خلکو دقبرستان په ځمکه یې لانجه راغلي وه هیئت ساحه له نږدې ولیده ددواړو خواؤ نظریات یې واخیستل او دواړه جانبین یې له کار کولو څخه منعې کړل چې له دقیقي څیړنې څخه وروسته به پریکړه دوي ته ابلاغ کیږي. او همدارنګه تخنیکي هیئت دیاد سفر په ترڅ کې دکرنج په سیمه کې ۹۱۰  جریبه ځمکه امارتي  تثبیت او تشخیص کړه.
باید وویل شي، چې لغمان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS