پکتیکا کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرڅولو کمېټې کړنې

mail-admin
Mon, Jan 02 2023 1:56 PM
پکتیکا کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرڅولو کمېټې کړنې

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دپکتیکا ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو داستردادتخنیکي ټیم غړو ددې ولایت خیرکوټ ولسوالی ته سفروکړ.
ددې سفر په ترڅ کې، د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سربېره دکمیټې غړواومسلکي ټیم هم شتون درلود.
ددې سفر موخه د امارتي ځمکې تثبیت او تصفیه کول و، چې په ترڅ کې یې د اړوندو سیمو له قومي مشرانو سره هم ناسته وشوه.
د پکتیکا دکرنې ریاست وایي، چې دخیرکوټ ولسوالی اړوند د کټه سنګ سیمه کې د سیګاني او کټه سنګ خلکو ترمنځ ادعا وه، چې ددې سیې ځمکې د دوی دي، خو دوی کوم داسې شرعي اسناد د کمېټې غړو ته وړاندې نه شو کړای، چې پرې ثابت شي، چې دا ځمکې د دوی دی، د یادې ځمکې مساحت ۲۸۱۱۴ جریبه ده، چې د کمېټې د غړو له نظره امارتي ځمکې وشمېرل شول او په دې ځمکه کې ټول تصرفات بند شول.
د پکتیکا د ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکې پلاوی به د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي او غصب شوي ځمکې به تثبیت او لست به یې د مرکزي تخنیکې کمیسون سره د وروستي تصمیم نیونې په موخه شریک کړي.
باید وویل شي، چې د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS