زابل کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې کړنې 

mail-admin
Mon, Jan 02 2023 11:29 AM
زابل کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې کړنې 

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د زابل ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د دولتي ځمکو غصب سره د مبارزې د کمېټې غړي خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي او هره اوونۍ پر هر اړخیزو موضوعاتو غونډه کوي.
 په همدې موخه د یادې کمېټې غړي د خپلو غونډو په دوام په دې غونډ کې د زابل مرکز کلات ښار کې نږدې ۱۲۰۰ کورونو موضوع وڅېړل او راتلونکې غونډې ته یې نورې اړینې چارې وسپارلې، دغه راز د شینګۍ ولسوالی د محمد نسیم نامي موضوع و څېړل شوه، په مرکز کلات کې قومندانۍ ته څېرمه د محمد داود د ځمکې موضوع و څېړل شوه او په مرکز کلات کې د ښوونې ریاست اړوند د شودیاري جومات ته څېرمه د ښوونځۍ موضوع و څېړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د تېرو څو میاشتو په لړ کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې په هلو ځلو په زابل کې زرګونه جریبه ځمکه راګرځول شوې ده .
په دې کمېټه کې اړوندو چارواکو وايي، هېڅ فرد يا ډله د دولتي ځمکو او جايدادونو د غصب حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده چې مشري یې دکرنې ریاست کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS