نورستان کې د ځمکې او ځنګلونو تل پاتې مدیرتی پروژه پیل شوه

mail-admin
Sun, Jan 01 2023 1:21 PM
نورستان کې د ځمکې او ځنګلونو تل پاتې مدیرتی پروژه پیل شوه

۱۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمې او ځنګلونو د تل پاتې مدیریت پروژه (FAO-GEF7) خپلې چارې پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نورستان ولایت سرپرست قاري فتح الله، د کرنې رییس مولوی سلیمان ایمن، د ځنګل ساتنې ټولنو او یوشمېر قومي مشرانو ګډون کړي ؤ.
د چارواکو په خبره د ځمکې او ځنګلونو د تل پاتې مدیریت پروژې (FAO-GEF7) له خوا د ځنګل ساتنې ټولنو غړو ته د د ځنګلونو او څړځآیونو ساتنې، چاپېریال ساتنې، د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا لارو چارو په هکله معلومات وړاندې وشول.
دغه راز په دې ناست کې د د ځمکې او ځنګلونو د تل پاتې مدیریت پروژې(FAO-GEF7) پر پلان هم خبرې و شوې.
د ځمکې او ځنګلونو د تل پاتې مدیریت پروژې (FAO-GEF7) چارواکو وویل، چې د نورستان ولایت مرکز پارون، کانتیوا درې او واما ولسوالی کې د ځنګلونو او څړځایونو پراختیا، چیکډیمونه، حوضونه، ویالې، مېوه لرونکو او بې مېوې بڼونو جوړولو، کورني قوریې او داسې نور پروګرامونهشامل دي، چې راتلونکي پسرلي کې به پرې کار ووشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS