د میدان وردګو ولایت درکرنې رییس: عاشرین دې عشر په پوره احتیاط او نرمۍ سره راټول کړي

mail-admin
Sun, Jan 01 2023 11:55 AM
د میدان وردګو ولایت درکرنې رییس: عاشرین دې عشر په پوره احتیاط او نرمۍ سره راټول کړي

۱۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالجبار خالد ددې ولایت د ټولو ولسوالیو دعاشرینو له مسوولینو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او ننګوونې واورېدل.
په دې کتنه کې د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد د عشر په راټولولو مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل: «عاشرین دې د خلکو څخه عشر په پوره احتیاط او نرمۍ سره راټول کړي او د خلکو له ځورولو، وهلو څخه  جدآ پرهیز وکړي.»
ښاغلی خالد وویل، چې د عشر د راټولولو اړوند تراوسه کومه رسمي لایحه نشته او عاشرین دې د حساب تصفیه د هرې ربعې  د آخرې میاشتې د 15 څخه تر 25 نېټې پورې وکړي. هغه زیاته کړه، چې عاشرین دی د عوایدو او کتابچو په ساتلو کی د ډیر احتیاط څخه کار واخلي.
دغه راز په دې کتنه کې د عشر مسوولینو هم په خپل وار سره خپلې غوښتنې او ستونزې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس سره شریک کړل. د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس د ستونزو او ننګونو د حل ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS