د ننګرهار دکرنې ریاست: شپږو ولسوالیو کې بڼوالو ته چیله يي سیستم جوړیږي

mail-admin
Sun, Dec 11 2022 3:42 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: شپږو ولسوالیو کې بڼوالو ته چیله يي سیستم جوړیږي

۲۰  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) په مالي  او د (ROP, CBARD) پروژې په تخنيکي همکارۍ د ننګرهار ولایت په شېرزاد، اچین، کوټ، خوګیاڼې، چپرهار او روداتو ولسوالیو کې ۱۷۱ متراکمو بڼوالانو ته د مېوو چيله يي سيستم جوړېږي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې دغه سیستم به د یوې میاشتې په موده کې د ۷۶۹ زره او ۵۰۰ امریکايي دالرو په لګښت بشپړېږي.
په همدې حال کې د  (ROP, CBARD) مؤسسې مسوول انجنیر محمداکرم دلګیر وویل، چې د یادو ۱۷۱ بڼونو بڼوالو ته به په نږدې وخت کې د بڼوالۍ بشپړ توکي او تخنیکي روزنه هم ورکړل شي.
 همدارنګه هغه پر بڼوالانو غږ وکړ چې د خپلو بڼونو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي تر څو نور کروندګر تشویق او په خپلو ځمکو بڼونه جوړ کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS