پکتیکا کې دځمکودغصب دمخنیوی اوغصب شویوځمکوداسترداد تخنیکي ټیم چارې کړندي شوي دي 

mail-admin
Tue, Nov 29 2022 2:05 PM
پکتیکا کې دځمکودغصب دمخنیوی اوغصب شویوځمکوداسترداد تخنیکي ټیم چارې کړندي شوي دي 

۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دپکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ رییس په مشرۍ او دپکتیکا ولایت دځمکودغصب دمخنیوی اوغصب شویوځمکوداسترداد تخنیکی ټیم غړو په شتون کې ددې ولایت مرکز شرنې اړوند تاروخیل قوم ځمکې او د ډب غاړې ځمکو څخه لیدنه وشوه.
د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست ویایي، چې د تاروخېل قوم خلک ۷۲ زره جریبه ځمکه لاندې کړی دی، چې په تېر حکومت کې په دې سیمه کې د مهاجرینو ښارګوتې لپاره هم یوه اندازه ځمکه بېل شوې وه.
ددې لیدنې په ترڅ د یادو خلکو ته وویل شو،که چېرې قانوني او شرعي اسناد لري یادې کمېټې سره دې شریکې کړي، او تر راتلونکې هدایت پورې دې په دې ځمکه کې هیڅ ډول تصرفات نه کوي.
دغه راز د ډب غاړې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه چې خلکو تصرف کړي و او هیڅ اسنادی یې نه درلودل د کادسټر نقشې پر اساس امارتي وشمېرل شو او تصرف کوونکي یې دکرنې ریاست ته وغوښتل شول.
دیادولووړده چې د پکتیکا ولایت دځمکودغصب دمخنیوی کمیټې کارونه دمرکزشرنې په ګډون په نورو ولسوالیو کې هم ډېر ژر پیلېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS