دکرنې سرپرست وزیر له خوا د درمل پلورنې او سوداګریز مرکز پرانیسته

mail-admin
Wed, Nov 16 2022 2:52 PM
دکرنې سرپرست وزیر له خوا د درمل پلورنې او سوداګریز مرکز پرانیسته

۲۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري له خوا د کابل ۱۵ مه ناحیه پروان هوټل کې د کابل درمل پلورنې او سوداګریز شرکت افتتاح شو.
دکرنې وزارت وزیر مولوی عطاءالله عمري د درملو مارکېت پرانیست غونډه کې سوداګرو ته وویل:«الحمدالله په خپل هېواد کې ترټولو غوره خاوره، خوږې اوبه او مناسبه هوا لرو. هلې ځلې کوو، چې دکرنې په برخه کې لاډېر او غوره ګامونه وچت کړو، ترڅو زموږ ملي اقتصاد هم وده وکړي او د بهرنیو له بندیزونو خلاص شو.»
دکرنې وزیر زیاته کړه: « دکرنې په وزارت مسلکي او تخنیکي کسان کار کوي، ترڅو د کرنې او نورو برخو کې پرمختګ ولرو. که افغانستان هر ډول بندیزونه، کمۍ او ستونزې ولري، بیاهم د افغانستان، خاوره، اوبه او هوا زموږ په لاس کې دی، او د افغانستان کرنه هم له همدې درې شیانو لاسته راځي.»
د کابل د درملو پلورلو او سوداګریز مرکز د «سخي بشارت» شرکت له خوا جوړه شوې ده، چې ددې مرکز ځمکه د کابل ښآروالۍ له خوا د درې کالو لپاره په قرارداد او میاشتنۍ کرایه ورکړل شوی دی، چې تر درې کالو وروسته د کابل ښاروالۍ ته سپارل کېږي.
ددې مرکز په پرانیست غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر، د کابل ښاروالۍ د خدماتو مرستیال، د یوشمېر بېلابېلو نهادونو رییسانو، د درملو د ټولنې چارواکو او یوشمېر سوداګر ګډون درلود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS