دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار دکرنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Mon, Nov 14 2022 9:33 AM
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار دکرنې کارکوونکو سره وکتل

۲۳ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د یوې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار دکرنې کارکوونکو سره په کتنه کې وویل: «د افغانستان اسلامي امارت په بریالیتوب سره تر اتیا سلنه د کار زمینه برابره شوې ده، کولای شو هرې خواته چې موږ وغواړو لاړ شو او کار وکړو، نو اړینه خبره داده، چې موږ باید په خپلو لږو امکاناتو په رښتنولی سره کار او چوپړتیاوې وړاندې کړو او لږه بدیجه چې لرو په شفافه توګه د مالدارانو او بزګرانو د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې یې مصرف کړو.»
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د ننګرهار دکرنې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړل او ترڅنګ یې ددې ریاست پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې ښاغلی عبدالستار محمد وویل، چې د تېر کال په پرتله د ننګرهار دکرنې ریسات عواید زیات شوي دي، چې لامل یې د ننګرهار دکرنې ریاست د کارکوونکو ژمنتیا ده.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار دکرنې ریاست دکارکوونکو د کړنو قدرداني وکړه او د چارو د لاښه او کړندۍ پرمختګ په پار یې لازمې لارښوونې وکړې.
د طبیعي سرچینو رییس مولوی عبدالاحدخلیل، مالي او حسابي رییس مولوی ضیاالدین واقف او دکرنې وزارت د ځنګلونو آمر محمدامان امانیار په دې سفر کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوي.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با کارمندان زراعت ننگرهار دیدار کرد
۲۳ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با هیئت همراه شان به ولایت ننگرهار سفر کرده و با کارمندان ریاست زراعت ولایت ننگرهار دیدار کرد.
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی در جریان دیدار با کارمندان زراعت گفت"با پیروزی امارت اسلامی افغانستان زمینه کاری الی هشتاد درصد فراهم شده است و ما می توانیم به هرجای که می خواهیم برویم و کاری را انجام دهیم پس ما باید با امکانات کمی که داریم صادقانه خدمت کنیم و بودیجه کمی که داریم آن را به گونه شفاف در خدمت گذاری به دهقانان و مالدارن به مصرف می رسانیم" .
 در همین حال مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار گزارش فعالیت‌ها و دستاورد های ریاست زراعت را بیان کرده و در کنار آن خواهان حل چالش‌ها فرار راه شان شد.
در عین حال آقای عبد الستار محمد از افزایش عواید نظر سال قبل در ریاست زراعت ننگرهار سخن زده و آن را به دلیل تعهد کارمندان در خدمت گذاری دانست.
معین آبیاری و منابع طبیعی از فعالیت‌های کارمندان ریاست زراعت ننگرهار قدر دانی کرده و هدایت لازم را جهت بهبود و تسریع امور سپرد.
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی را در این سفر مولوی عبدالاحد خلیل رییس منابع طبیعی، مولوی ضیا الدین واقف رییس مالی و حسابی محمد امان امانیار رییس امور جنگلات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراهی می‌کنند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS