د ننګرهار دکانال ریاست: د زیتونو تېلو د پروسس لړۍ پیل شوی دی

mail-admin
Sun, Nov 06 2022 2:59 PM
د ننګرهار دکانال ریاست: د زیتونو تېلو د پروسس لړۍ پیل شوی دی

۱۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د زیتونو بڼونو حاصلات راټول او د زیتونو تېلو د پروسس لړۍ یې پیل شوی دی.
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي:«سره ددې چې د طبیعي افتونو، ګرمو بادونو، وچکالۍ او کال بورۍ له امله سږکال د زیتونو حاصلات د تېرکال په پرتله ډېرکم دی. خو د سوچه او خالص تېلو ترلاسه کولوپه موخه د زیتونو په فابریکه کې د زیتون دانو د پروسیس پروسه روانه ده.»
د زیتونو فابرېکې امر انجنیر عتیق الله نایل وايي شاوخوا لس ورځې کېږي دوي د پروسس پروسه پېل شوی دی.
د ننګرهارکانال د تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون باغونه جوړ شوي و، اوس په ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون پاتې دي او نوره برخه یې په تېرو کلونو کې د جګړو او بېلا بېلو ناخوالو له امله ویجاړ شوي دي. 
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهارکانال ریاست د زیتون بڼونه د بیا ځلې احداث لپاره پلان لري او په تېر یوه کال کې يې شاوخوا ۳۶۰ جریبه ځمکه باندې تازه د زیتونو بڼونه جوړ کړي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS