د کونړ په دوو ولسوالیو کې د کانالونو پاکولو او استنادې دېوالونو چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Sat, Nov 05 2022 11:33 AM
د کونړ په دوو ولسوالیو کې د کانالونو پاکولو او استنادې دېوالونو چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د اسمار او نورګل په ولسوالیو کې د (FGA) مؤسسې په همکارۍ پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو دوېش ترڅنګ په یاد ولسوالیو کې د کانالونو د پاکولو او استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې بشپړ او په یادو پروژو کې دوه زره اړمنو بوختو کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د اسمار او نورګل په ولسوالیو کې د ۱۳۰ کیلومتره کانالونو پاکولو، د ۳۷۶ متره استنادي دېوالونو او نور اړوند ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
  د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي: «د دغې پروژې په لړ کې دوه زره بزګرانو ته د اصلاح شوي تخم او کېمياوي سرې ورکړې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیق کړي او پلان لري، چې دغو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزې قطعې هم جوړې کړي، ترڅو بزګزان وکولی شي د کتار کرل دود او حاصلاتو کې یې لوړ والی رامنځته شي. »
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS