زابل کې په اوه زره کروندګرو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
Sun, Oct 30 2022 9:44 AM
زابل کې په اوه زره کروندګرو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شو

 د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې (FAO ) په مالي  او د ADA مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د زابل ولايت په اوه زره بزګرانو د غنمو  اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی. 
ددې وېش په لړ کې به هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره  او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول شي. 
د یادونې وړ ده چې ددي تر څنګ به راتلوونکې کې کروندګرو ته د غنمو د کر، اوبخور، تخم او سرې استعمال، د ناروغیو او بې کاره بوټو کنترول په موخه عامه پوهاوي هم ورکړل شي.
له دغو مرستو يوشمېر برخمن شوي بزګران وايي په دې سره به د بزګزانو حاصلات ښه او په کورني اقتصاد کې به يې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
 يو تن بزګر حاجی عبدالقیوم وایي، ورکړل شوي تخمونه د دوی لپاره بسنه نه کوي او په دې برخه کې لا ډېرې همکارۍ ته اړتیا شته ده چې باید وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS