کابل کې دکرنیزو محصولاتو اوویشتم خزاني نندارتون پرانیستل شو

user-admin
Wed, Oct 19 2022 4:22 PM
بیست‌و‌هفتمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی در کابل افتتاح شد


۲۷ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنیزو محصولاتو اوویشتم خزاني نندارتون د معیاري کرنه، د اهېواد د اقتصاد تضمینوونکی په شعار سره د رییس الوزراء مرستیالانو، د کابینې د یوشمېر غړو، سوداګرو او د خصوصي سکټور د یوشمېر متشبثینو په حضور کې پرانیستل شو.  
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو اوویشتم خزاني نندارتون؛ د اسلامي امارت د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیال مولوی عبدالغني برادر، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري، د کرنې وزارت مرستیالانو او دخصوصي سکټور دیوشمېر سوداګرو او متشبثینو په شتون کې نن رسماً افتتاح شو.
د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اوسني لاسته راوړنې د بزګرانو هلې ځلې او زیار وبلل او دکرنې پر میکانیزه کولو یې ټینګار وکړ: «ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، اوسني لاسته راوړنې هم د خلکو د زیارونو او کړاوونو پایلي دي. د امارت مشرتابه هم دکرنې او مالدارۍ پراختیا ته ژمن او په دې برخه کې یې فعالیتونه متمرکز دي، که چېري کرنه ماشيني شي او له دودیزې کرنې څخه ماشیني او پرمختللي کرنې ته بدل شي شه پرمختګونه به ولرو، اړینه خبره داده، چې بزګرانو ته وسایل او ماشینونه په واک کې ورکړو.»
ښاغلی برادر دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د سوداګرو د همکارۍ پر اړتیا خبرې وکړې: «اړین دی، چې سوداګر او پانګوال له خلکو سره په دې برخه کې له نږدې کار وکړي، موږ ژمن یو چې  قراردادونو او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړو ترڅو ډېر خلک دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي، له سوداګرو سره همکاري خپله دنده بولو، د پانګوالو د پیسې او عزت ساتنه زموږ دنده ده.»
په همدې حال کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د کیفیت او طبیعي توب په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د افغانستان محصولات طبیعي او باکیفیت محصولات دي، که له بهرنیو محصولاتو سره پرتله شي، ډېر توپیرونه لري، ځکه په بهرنیو محصولاتو کې تر ډېره له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخیستل کېږي، هلې ځلې کوو، چې کرنه میکانیزه کړو، که کرنه میکانیزه شي، کورني اړتیاوي او اړینې اړتیاوې تامنېږي.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال دغه راز دکرنې په برخه کې د سلامي امارت پر پلانونو خبرې وکړې او ویې وي:«په پام کې ده، چې د کرنیزو کمپلکسونو او سړوخونو په جوړولو سره هېواد په یو صادراتي هېواد بدل کړو، کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته اسانتیاوې برابروو، د خپلو کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړلو په پار له ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته کوو، هوایي او ځمکني دهلیزونه د پراختیا په حال کې دي.»
وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د خزاني نندارتون د دائرولو پر موخو خبرې وکړې او ویې ویل:«دا نندارتون دکرنیزو لاسته راوړنو د نندارې په موخه په لاره اچول شوی دی، لوی خدای (ج) افغانستان ته ډېر زیات امکانات په نصیب کړی دی، پراخې دښتې او ډېر زیاتې اوبه لرو. لوړې او شنې غرونه لرو، چې کولای شو پرې کار وکړو، مناسبه اقلیم هم لرو، څېړنه او ترویج ډېر اهمیت لري، چې موږ پرې کار کوو، شپه او ورځ هلې ځلې کوو، چې پرمختګ وکړو. له متخصصینو او مسلکي کسانو سره سلا مشورې کوو.»
په ورته وخت کې دکرنې وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدراعظم، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي هم په خپلو خبرو کې د کرنې وزارت د تېر یوکال د فعالیتونو او د راتلونکي کال د پلانونو په هکله خبرې وکړې او دکرنې اومالدارۍ په سکټور کې د راتلونکو پلانونو د پلي کولو په پار د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتونکي شول.
دغه راز د پانګونې او سوداګرۍ خونې رییس محمدیونس مومند د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د سوداګرو د پانګونې پر ژمنې او نورو برخو کې ډاډ ور کړ او زیاته یې کړه: «حکومت او ملت په یو سفر کې دي، تاسو سره اوږه په اوږه پرمخ ځو، پانګونې ته چمتو یو، تاسو زمینه برابره کړئ موږ کار کوو، د محصولاتو د پروسس، بسته بندۍ او نورو برخو کې تر خپل توان کار کوو، د هېواد وچه مېوه د نړۍ په کچه پېرېدونکي لري، ناامني، فساد او تریاک شتون نلري، دا نندارتون د محصولاتو د پېژندنې او د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکې ایجادولو په موخه غټه لاسته راوړنه ده.»
دکرنیزو محصولاتو خزاني نندارتون د څلورو ورځو لپاره د ۱۴۰۱ ام کال د تلي له ۲۷ تر ۳۰ مې نېټې پورې ادامه لري، چې په کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني ناب زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا لمریز تولیدوونکي دستګاوې، او یوشمېر کورني تولیدات په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

بیست‌و‌هفتمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی در کابل افتتاح شد  
۲۷ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
بیست‌وهفتمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی با شعار زراعت معیاری تضمین کننده اقتصاد کشور با حضور داشت رهبری امارت اسلامی، شماری از اعضای کابینه، تجار و متشبثین سکتور خصوصی افتتاح شد. 
 این  نمایشگاه با اشتراک مولوی عبدالغنی برادر معاون اقتصادی ریاست الوزرا امارت اسلامی،  مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری  ریاست الوزرا امارت اسلامی، مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت، هدایت الله بدری وزیر مالیه، محمد یونس مومند رئیس اتاق تجارت و سرمایه گذاری، معینان وزارت زراعت وشماری از تجار و متشبثین سکتور خصوصی افتتاح شد.
در افتتاح این نمایشگاه ملاعبدالغنی برادر معاون اقتصادی ریاست وزرا دستاوردهای فعلی را نتیجه تلاش‌های دهقان دانسته و تاکید بر ماشینیزه سازی زراعت کرد:" مردم بسیاری به زراعت و مالداری مصروف هستند، دستاوردهای فعلی هم نتیجه زحمات مردم می‌باشد زحمات رهبری امارت هم به انکشاف زراعت و مالداری تمرکز دارد، در صورتی ‌که  زراعت ماشینی‌شود  و از زراعت سابقه تبدیل به زراعت ماشینی شویم پیشرفت‌هایی خوبی خواهیم داشت، نیاز است که وسایل و ماشین آلات به دسترس دهقان قرارگیرد".
آقای برادر از نیاز همکاری تجار در سکتور زراعت و مالداری سخن زده گفت" ضرورت است که تجار و سرمایه ‌داران از نزدیک با مردم در این بخش کار کنند، ما تعهد داریم در بخش قرارداد و دیگر موارد سهولت ایجاد کنیم تا مردم بیشتر در بخش زراعت سرمایه‌گذاری کنند، وظیفه خود می‌دانیم که با تجار همکاری کنیم، حفاظت عزت و پول سرمایه‌گذاران مسوولیت ما است".
در همین حال مولوی عبد السلام حنفی معاون اداری ریاست الوزرا در مورد کیفیت و طبیعی بودن محصولات زراعتی و مالدرای کشور سخن زده افزود".محصولات افغانستان با کیفیت طبیعی باقی مانده، اگر مقایسه شود با محصولات بیرونی تفاوت زیاد دارد، چون از مواد کیمیاوی در محصولات خارجی زیاد استفاده می‌شود، تلاش داریم که زراعت خود را میکانیزه بسازیم، اگر زراعت میکانیزه شود هم حوائج داخلی و نیازمندی‌های ضروری تامین می‌شود".
معاون اداری ریاست الوزاری همچنان از پلان‌های امارت اسلامی در بخش زراعت سخن زده گفت"در نظر داریم که با احداث کمپلکس‌های زراعتی و سردخانه وطن را به یکی کشور صادراتی تبدیل کنیم، سهولت به تجار داخلی و خارجی فراهم می‌کنیم، بخاطر ارتقای کیفیت داخلی خود از همه امکانات استفاده می‌کنیم، دهلیزهای زمینی و هوائی در حال انکشاف است".
پس از آن مولوی عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و  مالداری در مورد اهداف برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی سخن زده و گفت"این نمایشگاه  بخاطر نمایش دادن دستاوردهای زراعتی راه اندازی شده‌است، الله ج امکانات فراوان در اختیارا افغانستان داده است، دشت های فراخ و آب های فراوان داریم، کوهای بلند و سرسبز داریم که می‌توانیم کار کنیم،  اقلیم هم مناسب است و در کنار آن تحقیق و ترویج بسیار اهمیت دار و روی آن کار داریم، شب روز تلاش داریم که پیشرفت بکنیم همراه متخصصین و افراد مسلکی مشوره داریم".
در عین حال  مولوی صدراعظم  معین زارعت و مالدرای وزارت زراعت و  فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد فعالیت‌ها و دستاور های وزارت زراعت در یک سال گذشته سخن زده  و خواستار حمایت رهبری امارت اسلامی برای  تطبیق پلان‌های آینده در سکتور زراعت و مالداری شدند.
محمد یونس مومند رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری از تعهد تجار برای سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری و سایر بخش‌ها اطمینان داده افزود"
" حکومت و ملت در یک سفر قرار داریم همگام شما پیش می‌رویم آماده هستیم که سرمایه گذاری کنیم،  شما زمینه برابر کنید ما کار می‌کنیم هرچه در توان داریم پروسس و بسته بندی و صادرات محصولات کار  می‌کنیم،  میوه خشک کشور  در تمام دنیا خریدار دارد، امنیت، فساد و تریاک موجود نیست، این  نمایشگاه دستاورد کلان است برای معرفی محصولات و ارتباطات دهقان و تجار".
بیست و هفتمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی از طرف وزارت زراعت برای چهار روز از ۲۷ تا ۳۰ میزان برگزار می‌گردد که  در آن محصولات با کیفیت زراعتی، باغداری، مالداری، تولیدات پروسس شده، صنایع دستی، ماشین آلات، زراعتی، زعفران افعانی، نباتات و  گیاهان طبیعی، تجهیزات آبیاری، نهال های مثمر و غیر مثمر، دستگاه های تولید برق آفتابی و تولیدات داخلی در ۲۶۳ عرفه به  گذاشته می‌شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS