پکتيا کې د ځنګلونو خونديتوب په پار هلې ځلې

user-admin
Thu, Sep 08 2022 12:57 PM
پکتيا کې د ځنګلونو خونديتوب په پار هلې ځلې


۱۷ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتيا د کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ رياست په دې ولايت کې د ځنګلونو د خونديتوب په پار هلې ځلې چټکې کړي دي.
په همدې موخه د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس  الحاج مولوي عبدالروف سعيد د ځنګلونو د قطع مخنيوي او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د اوريدو په موخه څمکنيو ولسوالۍ ته سفر وکړ.
ښاغلي سعيد د ياد سفر په ترڅ کې د څمکنيو ولسوالۍ له ولسوال، ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو، بزګرانو او مالدارانو سره په ليدنه کې د ځنګلونو د قطع په مخنيوي د ټينګار ترڅنګ په ياده ولسوالۍ کې د شنو لرګیو په تجارت د بندیز غوښتنه هم وکړه‌.
نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل چې ځنګلونو ته د تلپاتې شتمنۍ په سترګه وګوري او د ساتنې لپاره يې د کرنې له رياست سره بشپړ همکاري وکړي‌.
د سفر په ترڅ کې د عشر او زکات مسولينو ته سپارښتنه وشوه، چې د عشر او زکات د راټولولو لړۍ چټکه او د دولت خزانې ته تحويل کړي.
د سيمې خلکو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپلې ستونزې د کرنې له رئیس سره شريکې او د ځنګلونو د قطع مخنيوي او ساتنې په برخه کې د خپلې همکارۍ ژمنه هم وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS