دکرنې سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې (FAO) له رییس سره وکتل

user-admin
Sat, Sep 03 2022 12:54 PM
دکرنې سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې (FAO) له رییس سره وکتل


۱۲ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله‌عمري؛ نن د خپل کار په دفترکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) رییس ریچارډ سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو پربېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
 د غونډې په پیل کې لومړی د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس د سږنیو فعالیتونو او راتلونکی کال د پلانونو په هکله دکرنې وزارت سرپرست وزیر ته معلومات وړاندې کړل او د افغانستان له خلکو سره د لازیاتو همکاریو خبر ورکړ.
ښاغلی ریچارډ وویل: «د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تاریخ کې هم افغانستان ته په دې کچه مرستې او پیسې نه وه راغلي؛ لکه څنګه چې مو د اسلامي امارت په دوره کې د افغانستان له خلکو سره مرستې کړي دي، د روان کال په ترڅ کې مو درې میلیونه خلکو سره مرستې اوهمکارۍ کړي دي، په پام کې لرو، چې راتلونکی کال یې شمېر ۹ میلیونو ته لوړ کړو، یوشمېر تېر فعالیتونه لنډ مهال فعالیتونه ول؛ لکه د بذري تخمونو، کیمیاوي سرو او علوفې وېشل؛ هلې ځلې کوو، چې په راتلونکې کې داسې فعالیتونه ترسره کړو، چې اوږدمهال لپاره وي او د اوږدمهال لپاره ترې خلک برخمن شي، دغه راز هلې ځلې کوو، چې مرستندویو هېوادونو ته قناعت ورکړو چې د لازیاتو فعالیتونو اجازه دې موږ ته راکړي، ځکه د دې ادارې موخه بې وزله خلکو ته د مرستې رسول دي.»
هغه دغه راز وویل، چې راتلونکی اوونۍ په اسټانبول کې کنفرانس دی؛ د افغانستان د خلکو ستونزې به په دې کنفرانس کې مطرح کړم ترڅو دې هېواد ته لا زیاتې مرستې راشي.
ښاغلی ریچارډ وویل: «راتلونکی اوونۍ په استانبول کې یو کنفرانس ته ځم او له نړیوالو سره ددې هېواد د خلکو ستونزې شریکوم، زموږ موخه داده، چې امارت سره له نږدې کار وکړو، په تېرو کلونو کې مو د چرګانوروزنې صنعت، د کیمیاوي سرو د وېش او د مالدارۍ په برخه کې کار کړی دی، په راتلونکې کې د یادو برخو ترڅنګ د څېړنو او اوبولګولو په برخه کې هم کار کوو، دغه راز د پکتیا او خوست ولایتونو له زلزلې ځپلو سره هم مرستې او همکارۍ کوو، لومړنۍ سروې ترسره شوی دی، د ګیان او اسپیري ولسوالیو په اوسیدونکو بذري تخمونه او د سبو تخمونه وېشو او د اوبو ۱۳ شبکې هم جوړوو.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله‌عمري د (FAO) رییس سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: «تاسو چې په هره برخه کې مرستې او همکارۍ کوئ موږ یې ستایو، د امارت په حکومت کې داسې کړنې ترسره شوي دي، چې د افغانستان په تاریخ کې نه دي ترسره شوي، سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، او د کارونو د تطبیق پرمخ کومه ستونزه او خنډ نشته، ژمنه کوو، چې تاسو سره په صادقانه توګه همکاري او په ګډه کار کوو، دا هېواد دکرکېلي او بڼوالۍ لپاره مساعده او پراخې ځمکې لري، چې په کې ډول ډول سابه، غلې دانې او ونې حاصل ورکوي.»
ښاغلی عمري دکرنې او مالدارۍ سکټور په برخه کې پر بنسټیزو چارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په لویدیځ او سویلې ولایتونو کې ډېرې ځمکې لرو، چې باید په کې کرکېله ووشي، دولت ددې امکانات نه لري، چې دا ټولې دښتې په کرنیزو ځمکو واړوي، ستاسو اداره کولای شي، چې په دې برخه کې کار وکړي، د اوبولګولو شبکې دې جوړې کړي، دکرنیزو ماشینونو مرستې دې وکړي، د مثمرو او غیرمثمرو ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې دې له امارت سره همکاري وکړي، دغه راز شمال د کرکیلې او مالدارۍ لپاره مناسب بستر لري، شمالي ولایتونه ښې ځمکې او ډېرې اوبه لري، اړتیا ده، چې د یادو ولایتونو پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي، د څارویو د خوندیتوب په برخه کې درمل او واکسینونه ووېشل شي، د اوبو د کمښت او وچکالۍ له وجې یوشمېر څېړنیز فارمونه له ستونزو سره مخ شوي دي، باید په دې څېړنیزو او ترویجي فارمونو کې ژورې څاګانې او د اوبولګولو شبکې جوړې شي، په هره برخه کې چې مرستې او همکاري وکړئ موږ یې ستایو او قدرداني یې کوو.»
باید وویل شي، چې دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د کرنې وزارت له نږدې همکارانو څخه شمېرل کېږي. یاده اداره نږدې ۵۰ کاله کېږي، چې په افغانستان کې د بزګرانو او مالدارانو له کورنیو سره مرستې او همکارۍ کوي.

دیدار سرپرست وزارت زراعت با رئیس خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان
۱۲ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با آقای ریچارد رئیس خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان (FAO) دیدارکرد.
 در این دیدار دو طرف روی موارد مختلف خدمت رسانی در بخش زراعت و مالداری صحبت نمودند.
رئیس خوراک و زراعت ملل متحد از فعالیت‌های انجام شده  و پلان‌های سال آینده این اداره به سرپرست وزارت زراعت معلومات داد و از افزایش همکاری به مردم افغانستان نیز خبر داد:" در تاریخ فعالیت‌ اداره خوراک زراعت ملل متحد به این پیمانه پول و کمک به افغانستان نیامده‌ بود که در این دوره امارت اسلامی به مردم افغان کمک کرده‌ایم، در جریان سال جاری برای ۳ میلیون نفر کمک کردیم، در نظر داریم سال آینده این تعداد را به ۹ میلیون افزایش دهیم، بعضی فعالیت‌های گذشته کوتاه مدت بود، مثل توزیع تخم بذری، کود کیمیاوی و علوفه؛ کوشش می‌کنیم که در آینده فعالیت‌هایی بکنیم که طولانی مدت باشد و مردم دایمی از آن بهره‌مند شوند، همچنان در تلاش هستیم که کشورهای کمک کننده را قناعت بدهیم تا اجازه فعالیت‌های بیشتر را بدهند، چون هدف اداره یاری رساندن به مردم بی‌بضاعت و نیازمند می‌باشد".
وی افزود که هفته آینده در استامبول کنفرانسی است و مشکلات مردم افغانستان را آن‌جا مطرح می‌کنند تا کمک‌های بیشتر به این ملک بیاید.
" هفته آینده به کنفرانس استامبول میرویم و مشکلات مردم این وطن را شریک می‌کنیم، هدف ما این است که با امارت از نزدیک کار کنیم، در گذشته روی صنعت مرغداری، توزیع کود کیمیاوی و مالداری کار کرده‌ایم، در آینده آن را روی تحقیقات و آبیاری افزایش می‌دهیم، همین‌گونه به آسیب‌دیده‌گان زلزله ولایت پکتیا و خوست نیز کمک می‌کنیم، سروی ابتدایی صورت گرفته، به باشنده‌گان ولسوالی گیان و اسپیری تخم بذری و تخم سبزیجات توزیع می‌کنیم و ۱۳ شبکه آبیاری نیز میسازیم".
مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت برای رییس FAO  اطمینان هر نوع همکاری را سپرده و گفتند:" در هر بخشی که کمک نماید استقبال می‌کنیم، در حکومت امارت کاری شده که در تاریخ افغانستان چنین نشده‌است، امنیت سرتاسری تامین شده و مشکلی برای تطبیق کارها وجود ندارد، وعده می‌دهیم که صادقانه همکار شما می‌باشیم و یک‌جای کار می‌کنیم، این ملک برای کشت زراعت و باغداری بستر فراخ و مساعد دارد، انواع مختلفی از سبزیجات، غله‌جات و درختان در آن حاصل می‌دهد".
آقای عمری برای کار در بخش‌های زیربنایی در سکتور زراعت و مالداری تاکید کرده و افزود"در ولایت‌های جنوبی و غربی زمین‌های زیادی داریم که باید در آن کشت شود، دولت این امکانات را ندارد  که تمام این دشت‌ها را به زمین زراعتی تبدیل کند، اداره شما می‌تواند در این قسمت کار کند، شبکه‌های آبیاری بسازد، ماشین‌آلات زراعتی کمک کند، در قسمت حفاظت از جنگلات ثمری و بی‌ثمر امارت را همکاری کند، همین‌گونه در شمال بستر مالداری و زراعتی مساعد است، ولایت‌های شمالی زمین خوب و آب فراوان دارد، نیاز است که به این مردم تخم اصلاح شده بیشتر توزیع شود، در حفاظت از مواشی واکسین‌ها و ادویه‌ها توزیع شود، به دلیل خشک سالی و کم‌آبی بعضی فارم‌های تحقیقاتی به مشکل مواجه شده، باید چاه‌های عمیق و شبکه‌های آبیاری در این فارم‌های تحقیقاتی و ترویجی جور شود، در هر بخش همکاری کنید استقبال می‌کنیم و قدردان شما خواهیم بود".
قابل ذکر است که اداره خوراک و زراعت ملل متحد(FAO) یکی از همکاران نزدیک وزارت زراعت می‌باشد که حدود پنجاه سال می‌شود در افغانستان خانواده مالدار و دهقان را همکاری می‌کند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS