د لوګر دکرنې ریاست: د برکي برک ولسوالی له چارواکو او د عشر عاملینو سره غونډه وشوه

mail-admin
Wed, Jun 29 2022 9:50 AM
د لوګر دکرنې ریاست: د برکي برک ولسوالی له چارواکو او د عشر عاملینو سره غونډه وشوه


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د برکي برک ولسوالی چارواکو او د عشر عاملینو سره د همکارۍ او همغږۍ په پار غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، چې د برکي برک ولسوالی په مقام کې جوړه شوې وه د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي، د برکي برک ولسوال حاجي ملا انارګل، د کرنیزو چارو مدیر مولوی محمد ولي هاشمي، په سیمه کې د عشر ټولولو مسوولینو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د لوګر دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي د عاملینو لپاره کاري طرزالعمل ولوست او زیاته کړه، چې د اسلامي نظام مسؤولینو یوه دنده په کلیو کې د عشر ټولول او د عاملینو سره پوره همکاري ده، او په دی کار کې اخلاص، صداقت او شفافیت اړین توکي دي، چې باید دعمل جامه ور واغوندو.
ورپسې د برکي برک ولسوال په خپلو خبرو کې وویل، کوم اصول او ضوابط چې موږ ته خپل خالق او امیرانو ټاکلي په ځان یې تطبیق او عملي کوو. هغه دغه راز عاملینو ته د همکاریو پوره ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې عاملینو هم په خپلو خبرو کې وویل: «که شپه وی یا ورځ د شرعي نظام کلک ملاتړ یو او ملت ته به خدمت کوو».

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS