د کار په مقابل کې د غنمو د ورکړې لومړی پړاوو پیل شو

user-admin
Wed, Nov 24 2021 6:07 PM
د کار په مقابل کې د غنمو د ورکړې لومړی پړاوو پیل شو


۳ لیندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۸ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، مالي او اداري مرستیال فضل الباري فضلي د کار په مقابل کې د غنمو ورکړې مراسموپرانیستنه وکړه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، مالي او اداري مرستیال فضل الباري فضلی وویل، ډیر د خوښۍ ځای ده، چې د ا.ا.ا مشرانو د کار په مقابل کې خلکو ته د غنمو د ورکړې پروګرام پیل کړی او نن یې عملآ پرانیستنه کیږي ښاغلی فضلي زیاته کړه چې «ا.ا.ا تل هڅه کوي، چې په هېواد کې بیکاري او بیوزلي له منځه یوسې او موږ ژمن یو چې په پوره اخلاص او رښتینولي سره خپلو خلکو ته دخود کفایې زمینه برابره کړو»
 مالی او اداري مرستیال فضل الباري فضلي په وینا، کابل ولایت کې د پنځوادارو کرنې، کلیو او پراخیتا، ښاروالی، د ملی پراختیا شرکت اوبو او انرژې وزارت  له لورې خلکو ته د کار په مقابل کې غنم ورکول کيږي او د ټول کابل په کچه ۵۰ زره کسانو ته کاري بوختیاوي پیداشوي، چې مقابل کې ۱۱نیم زره ټنه غنم ورکول کیږي او نن یې تاسو عملآ وینې چې په یاده پروسه کې  د اوبو او نرژې وزارت اړوند کسانو ته  ۷۰۰ ټنو غنمو ورکړه پیل شوه. 
د اوبو او انرژۍ وزارت، د کابل منځنۍ سیتدیزې حوزې رییس ولی محمد تایب وویل، دا غنم د چکدمونو جوړولو، کانالونو پاکولو او او ابریزو د کیندولو په مقابل د کابل ښاراو ولسوالیو اوسیدونکو ته ورکول کیږي. ښاغلی تایب د کرنې وزارت د چارواکو دا پروسه ستایې او یې ویل چې هرکس ته د ۵ ساعتونو کار په مقابل کې ۱۰ کیلوګرامه غنم ورکول کیږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS