د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار د کرنې وزارت تخنیکي غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Oct 21 2021 11:05 AM
د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار د کرنې وزارت تخنیکي غونډه دائره شوه

٢٩ تله  ۱۴۰۰ هـ.ش
١٤ ربیع الاول ۱۴۴۳ هـ.ق
داغونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، د طبیعي سرچینو مرسیتال مولوی شمس الدین شریعتي او دکرنې وزارت د تخنیکي کمېټې غړو په حضور کې د مثمرو بڼونو جوړولو له لارې د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي ټیم د یادې پروژې مواصلت شوې سندونه مطالعه کړل، او په ټوله کې، په هغه صورت کې، چې یاده پروژه په شفاف، تخنیکي، عملي او د هېواد د ملي لومړېتوبونو مطابق پلي شي، یوه مهمه او مثمره پروژه وبلله، خو دمګړۍ ددې له پاره، چې یاد پروژه څومره روڼ، تخنیکي او علمي طرح شوې ده او په کومه کچه کولای شي، چې د هېواد ملي او سیمه ییز اقتصاد کې موثر تمام شي کولای شي، چې شته اسناد بشپړ معلومات ونه لري، په همدې موخه د موسسې په استازیتوب د یادې موسسې د کمېټې غړي خپل نظرونه دوی ته وړاندې کړل ترڅو په راتلونکی پړاوونو کې چمتو او د وزارت په واک کې ورکړي.
د (Plant for Peace/PFP) یا د سولې لپاره نبات موسسه یوغیر حکومتي او انتفاعي نړیواله د انګلستان هېواد اړونده موسسه ده، چې غواړي د ځمکې د تخریب مخنوي نړیوال مالي صوندوق  (Land Degradation Neutrality Fund)له لارې، چې د ځمکې د تخریب د مخنیوي په پار له نړیوالو میکانیزمونو څخه ده او د ځمکي تخریب  دهره د مبگرې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون (UNCCD) د نړۍ په کچه فعالیت لري، ۹ میلیارډه ډالر جذب او په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې تطبیق کړي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS