د غنمو اګرانومیکي او کورنیو باغچو د کرنیزو عملیو دوه ورځنۍ روزنيز پروګرام پيل شو

user-admin
Tue, Oct 12 2021 3:03 PM
د غنمو اګرانومیکي او کورنیو باغچو د کرنیزو عملیو دوه ورځنۍ روزنيز پروګرام پيل شو

۲۰تله ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO ) له لورې د ننګرهار ګوشتي، خوګیانو او د کونړ  سرکاڼو اوخاص کونړ ولسواليو د کرنیزو خدمتونو مدیرانو او د FGA شپږو تنو کارکوونکو ته د غنمو اګرانومېکي او کورنيو باغچو په  ځمکه کې د ښو کرنیزو عملیو اجراکولو، د ښه تخم ټاکلو،  د سرې استعمال،  هرزه بوټو،  د ناروغيو او افاتو په تړاو دوه ورځنۍ روزنيز پروګرام پيل شو.
د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ،  عشر او زکات رئیس مولوي عبدالستار محمد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ددې  روزنیز پروګرام اړوند زده کړې بزګرانو ته په سمه توګه رسول ستاسې اسلامي او ملي وجیبه ده.
محمد داسې پروګرامونه دبزګرانو روزنه کې مؤثر او ګټورې وبللې او نورو ولسواليو ته دیاد  پروګرام پر غځولو ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د دوهم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې له لورې د ننګرهار په لسو ولسواليو کې ۳۰۰ تنو بزګرانو ته د کورنیو باغچو د کرلو په موخه د ژمنیو سبو تخمونه او کرنیز وسایل د درملو شیندلو پمپونه، پنجې کش، رمبې، دستکش، پلاستیکي پچې او بېلچي د خپل کور لپاره د تازه او صحي سبو برابرولو په موخه  ورکړل شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS