دکرنې وزارت دهمغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Sat, Sep 04 2021 11:00 AM
جلسه هماهنگی وزارت زراعت برگزار شد 

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزارت مرستيالانو مولوي صدر اعظم او مولوي فضل‌ ربي فضلي،  د اسلامي امارت دکرنې کمېسيون غړو او د ياد وزارت د يو شمير رئيسانو او کار کوونکو  په شتون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
غونډه د قرآن مجيد د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. د اسلامي امارت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم، په دې غونډه کي وويل، چې د دې غونډې موخه د همغږۍ رامنځ ته کول او د دې وزارت د کارکؤونکو نظرونه اخيستل دي.
هغه زياته کړه، چې هيڅ څوک دې دخپل امنيت په پار اندېښنه ونه کړي، موږ ټولو ته ډاډ ورکؤو چې ټول په عمومي بښنه کې شامل دي. 
ښاغلي مولوي صدر اعظم دغه راز وويل،  چې د ياد وزارت چارې به په عادي توګه ترسره شي او زياته يې کړه،  چې دکرنې د ودې لپاره ډیرې برنامې په پام کې لري،  چې په پلې کولو سره به يې دکرنې په برخه کې اساسي بدلون رامنځته شي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت يوشمېر مرکزي رئیسانو هم خبرې وکړې او د وزارت مشر تابه پلاوی ته یې خپل وړانديزونه او اندېښنې وړاندې کړې.
 د غونډې په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت د  کرنې وزارت مرستيال مولوي فضل‌ ربي فضلي، د اسلامي امارت پيغام ګډنوالو ته ولوست، هغه وويل چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دی هرڅوک دې په خپل کور کې د اوسېدلو او خدمت کولو کوښښ وکړي،  اسلامي امارت ټولو ته د کار کولو زمينه برابروي. 
هغه زياته کړه،  هيڅ څوک دې اندېښنه نه کوي، ځکه هر څوک د خپل مسلک او حرفې پر اساس به پر دندو وګمارل شي.
مولوی فضل ربي فضلي د کرنې وزارت او پراختيايي پروژو د رييسانو وړانديزونو او اندېښنو په اړه دوی ته ډاډ ورکړ چې ټول فعاليتونه به په دوه برابره مؤثريت سره ترسره شي او د ټولو پراختيايي پروژو چارې به د پخوا په څېر پرمخ ولاړې شي. هغه دغه راز د زرغون کمربند د پروژې د چارو د بيا پيلېدو په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه،  چې په يوشمېر سيمو کې یې د زرغون کمربند د پروژې چارې عملا پيل کړي دي.
 بايد وويل شي،  چې دا دويمه غونډه ده،  چې د اسلامي امارت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسؤلینو د ياد وزارت له پخوانيو رئيسانو او چارواکو سره دهمغږۍ او د چارو د لا ښه پرمختګ او ګډ تفاهم په موخه جوړیږي. 
ياده غونډه د قرآن کريم د څومبارکو آيتونو په تلاوت او دعا سره پای ته ورسېد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS