دترکيې EHHمؤسسه افغانستان ته ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه

mail-admin
Sat, Sep 25 2021 10:17 AM
مؤسسه EHH ترکیه برای افغانستان ۱۰۰ متریک‌تُن تخم اصلاح شده کمک کرد

۱۸/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
۳/تله/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبال مولوی عبدالرحمن راشد او د ياد وزارت مرستيال مولوی صدراعظم، په افغانستان کې د ترکيې EHHمؤسسې مسؤول سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
دکرنې وزارت سرپرست الحاج مولوی عبدالرحمن راشد،
د يادې مؤسسې چارواکو ته د هر راز همکاريو او امنيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: «د ترکيې هېواد زموږ دوست هېواد دی او هر ډول همکارۍ چې اړتياوي ترسره کوو يې او ددې مؤسسې د پروژو د پلي کېدو په موخه د بشپړ امنيت ډاډ ورکوو.»
په دې ناسته کې د ترکيې د EHHمؤسسې مسؤول وويل،  چې د افغانستان بزګرانو لپاره ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه مرسته کوي او په راتلونکې کې به هم هڅه وکړي چې دکرنې وزارت سره لا ډېرې همکارۍ ولري.
هغه زياته کړه،  چې ياده مؤسسه د افغانستان بزګرانو سره د مرستې په پار ښې برنامې لري او په پام کې لري،  چې په راتلونکې کې يوشمېر بزګرانو ته برمه يې څاګانې حفر کړي تر څو د دوی د ځمکو خړوبولو ته زمينه برابره شي.
بايد وويل شي،  چې تر دې وړاندې د کرنې وزارت له خوا هرکال د کرکېلې په موسم کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل او ټاکل شوې،  چې سږکال به هم دا لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل شي

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS