په بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو په موخه د کرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه

mail-admin
Thu, Jul 29 2021 1:05 PM
په بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو په موخه د کرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه

۷ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه، د کرنې وزیر،د یاد وزارت مرستیالانو او یوشمېر مرکزي رییسانو په ګډون په لاره واچول شوه او پر بېلابېلوموضوعاتو خبرې اترې وشوې.
ددې غونډې په پیل کې، د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د چوپړتیاوو د لړۍ د چټکتیا په ځانګړې توګه د ولایتونو د کرنې ریاستونو او پروژو ته لازمې سپارښتنې وکړې. هغه دغه راز وویل، چې دکرنې وزارت د پروژو او برنامو د اغېزناک پلي کېدو په پار اړتیا ده، چې د کرنې وزارت یوشمېر ولایتي رییسان دې بدل شي.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو له ډلې د یوشمېر پروژو پر تعدیل او د بڼوالۍ محصولاتو د بسته بندۍ او راټولولو مرکزونو پر لا همغږۍ خبرې وشوې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS