لغمان کې د شولې عصري کرکېلي په پار ۶۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

content_admin
Sun, Apr 25 2021 5:39 PM
لغمان کې د شولې عصري کرکېلي په پار ۶۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۵ غویی ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لورې د یاد ولایت په مرکز مهترلام، الینګار، علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ۶۰ ننداریزو قطعو دجوړولو په پار پر بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وایي چې، یاد ننداریزې کروندې بزګرانو ته دکتار په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړېږي. د هغه په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکول کېږي. ښاغلي خوشحال وایي، چې په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې په لغمان کې د شولې لسګونه ننداریزې کروندې جوړ شوي دي، چې د یادو ننداریزو کروندو له لارې سلګونو بزګرانو ته په عصري بڼه د شولو د کرکېلي د روزنې زمینه برابره شوې ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS