هلمند کې د صحرایي ملخانو د احتمالي راتګ په پار د عامه پوهاوی کمپاین پیل شو

mail-admin
Mon, Apr 05 2021 3:56 PM
هلمند کې د صحرایي ملخانو د احتمالي راتګ په پار د عامه پوهاوی کمپاین پیل شو

۱۶ وری ۱۴۰۰
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او پنځو ولسوالیو کې د صحرایي ملخانو احتمالي راتګ څخه دمخنیوي په پار بزګرو ته د عامه پوهاوی کمپاین پیل کړی دی.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د عامه پوهاوی په دې لړۍ کې به د یادو ولسوالیو ۸۰۰ بزګران د ملخانو د کنټرول میکانیزم، د صحرایي ملخانو پېژندنه، د جرونو یا کندو کېندل، د صحرایي ملخانو اصلي منشا پیداکول او درملو استعمال په اړه به وروزل شي، تر څو د اړتیا پر وخت له وړاندې ورته چمتوالی ولري.
داچې هر کال هلمند ته په نا څاپي توګه ډلییز صحرایي ملخان راځي او بیا شنو فصلونو او بڼونو ته په پراخه کچه زیان اړوي، په همدې موخه د هلمند ولایت د کرنې ادارهڅه کوي ترڅو د خپلو فني اومسلکي کارکوونکو پر مټ د یادو صحرایي ملخانو د احتمالي راتګ پر وړاندې بزګرو ته له وړاندې عامه پوهاوی ورکړي او دوی وهڅوي، چې ترلاسه شوې تجربې د سیمې له نورو بزګرو سره هم شریکې کړي

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS