لغمان کې د ویالو او کانالونو په رغولو سره د بزګرانو ستونزې هوارې شوي دي

mail-admin
Tue, Mar 23 2021 1:43 PM
لغمان کې د ویالو او کانالونو په رغولو سره د بزګرانو ستونزې هوارې شوي دي

۳ وری ۱۴۰۰
د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبو رسولو د لویو ویالو او کانالونو په بیارغولو سره د اوبولګولو په برخه کې ددې ولایت د یوشمېر بزګرانو ستونزې هوارې او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول شوې ده.
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې د لغمان مرکز اړوند بدیع الاباد، مسکین اباد، چهل ګزي بابا، کټل، خوشکې تاله، میداني سه صده او قلع شیخانو په کلیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د لغمان د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د یادو سیمو د اوبو رسولو د لویو ویالو او کانالونو ځینې سیمې، د ویالو پشتونه او پلچکونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.
دښاغلي خوشحال په خبره د یادو چارو په پلي کېدو سره د اوبولګولو په برخه کې د سیمې د بزګرانو یوشمېر ستونزې هوارې شوي دي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول شوې ده، چې په پایله کې به یې د بزګرانو ستونزې هوارې او د دوی حاصلات به ورسره زیات شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS