دایکندي کې د مڼو د سړوخونو لرونکي له خپلو سړو خونو راضي دي

mail-admin
Thu, Mar 04 2021 12:37 PM
سردخانه‌داران از سردخانه‌های سیب در دایکندی راضی‌اند

۱۴ کب ۱۳۹۹
د دایکندي ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید عبدالواحد فیروزي، ددې ولایت د مڼو له درې سړو خونو څخه تر نظارت وروسته وایي، چې د مڼو د سړوخونو خاوندان له خپلو سړو خونو خوښ او راضي دي.
ښاغلي فیروزي د یادو سړوخونو د مالکانو په حواله وایي، کومې مڼې چې په دغو سړوخونو کې ساتل شوي دي، په بشپړ ډول روغ پاتې دي او له کوم وخت څخه چې سړوخونوته راوړل شوي دي په یادو محصولاتو کې تر دې دمه هیڅ ډول بدلون نه دي رامنځته شوي.
د دایکندي د کرنې رییس زیاته کړه: «د سړو خونو خاوندان زیاته کړه، چې سړې خونې په دې ولایت کې ښې پایلې ورکړي دي او د کرنې وزارت د مشرتاله له پاملرنې څخه یې مننه وکړه.»
د یادونې وړ ده، چې دایکندي د سړو ولایتونو په ډله کې ده او د مڼو د حاصل ټولولو په وخت یو من مڼه په ۷۰ افغانۍ خرڅېږي خو اوس همدا مڼه چې په سړو خونو کې ساتل شوي دي په بازار کې من په ۲۰۰ افغانۍ خرڅېږي. د هرې ورځې په تېرېدو سره ددې محصول بیه زیاتېږي.
دغه راز بڼوال په راتلونکي کلونو کې د نورو سړوخونو د جوړېدو غوښتونکي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS