شواک کې پر ۷۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو خوراکي غنم ووېشل شو

mail-admin
Mon, Jun 17 2019 4:30 PM

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شواک ولسوالۍ پر ۷۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو خوراکي غنم وېشلي دي.

په هغه غونډه کې، چې پر اړمنو کورنیو د غنمود وېش په موخه جوړه شوې وه د پکتیا مرستیال والي عبدالولي «سهي»، د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند، ددې ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.

د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې دغه غنم د اړمنو کورنیو تر سروې او پېژندې وروسته پر ۷۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو وېشل شوي دي.

دغه غنم د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت تر هلو ځلو وروسته چمتو او وچکالۍ سره د مبارزې په پار پر وچکالۍ ځپلو خلکو وېشل شوي دي.

باید وویل شي، چې تر دې مخکې هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پکتیا ولایت پر وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو خوراکي غنم وېشل شوي دي.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS