ترینکوټ کې د ښورنګ د اوبولګولو کانال او استنادي دیوال د رغولو چارې پیل شوې

mail-admin
Mon, Jun 17 2019 4:30 PM

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸

د ارزګان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ښورنګ د اوبولګولو کانال او استنادي دیوال د رغولو چارې پیل شوي دي.

د ارزګان د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یي درې زره او ۳۲۰ مترو ته رسیږي ډېر شمېر کرنیزې ځمکې خړوبوي. ددې کانال ترڅنګ په دې سیمه کې د یوه استنادي دیوال د جوړولو چارې هم پیل شوي دي. دغه استنادي دیوال چې ټولیز اوږدوالی یې شپږ زره او ۱۲۰ متره ده نن یې د جوړولو چاري په رسمي توګه پیل شو.

ددې پروژې ټولیز لګښټ ۱۳میلیونه، ۳۰ زره او ۶۸۰ افغانۍ ده.

د یاد استنادي دیوال او د اوبولګولو کانال د جوړولو په ترڅ کې به د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي. د یادونې وړ ده، چې د دې استنادي دیوال او کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل هم کیږي. یاد کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړ شي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS