هلمند کې د چرګوړو ایستلو هیچري په فعالیت پیل وکړ

naim.rezai
Sun, Dec 27 2020 2:12 PM
هلمند کې د چرګوړو ایستلو هیچري په فعالیت پیل وکړ

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، په یاد ولایت کې له څلورکلن ځنډ وروسته د چرګوړو ایستلو هیچري بياځلې په فعالیت پیل وکړ. د هلمند د کرنې ریاست چارواکو زیاته کړه، چې د چرګوړو ایستلو دغه ستر فارم د هیواد په کچه یو له پرمختللو فارمونو څخه دی، چې مکمل وسایل او ماشینونه لري.

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس زلمی الکو وایې، د هلمند ولایت د چرګوړو ایستلو فارم د یوشتو ورځو په جریان کې د یولک او ۲۵ زره چرګوړو د ایستلو وړتیا لري او په هرساعت کي د ۴ ټنه د چرګانو د خوراکې توکو د چمتو کولو وړتیا لري.
یاده هیچرې له څلورکلن ځنډ وروسته دوباره د کرنې اوبولګولو او مالداری وزارت په هڅو د خصوصي سکټور په چوکاټ کې په فعالیت وکړ، چې تر اوسه یې د یوې اونۍ په دوران کې پنځه شپیته زره او ۲۸۰ چرګوړې ایستلې دي.
د ښاغلې الکو په وینا، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي ترڅو د کورنیو تولیداتو کچه د وارید کونکو توکو پر وړاندي لوړه کړي او تر څنګ یی د هلمند خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS